Pashto bible injil new testament galatians

9
سول خطُ د پولوس رَ نومُ د ګلتيانو پهَ اب ګلتيانو ب۱ سلام١ خدائےُ د پلارَ اؤَ ى مسيحٰ د عيسَ ړے دے،بلکه سول کُ اؤ نۀ رَ دمو نۀ ټاکلے د پولوس له طرفه چه بنى آاَ مړو نه بيا ژوندے کړو. دَ چه مسيح ئے سول دےُ فه ر له طر٢ زما سرهلئے چه اوس ټو د ملګروَ ؤ زما اَ زۀَ م وائى.ونو ته سلا تُ تيا ټولو جماع د ګلَ دى٣ وى،ؤ سلامتى اَ د په تاسو فضلِ ى مسيح له طرفهٰ لک عيسِ د ماَ اؤَ خدائےُ د پلارَ مونږُ ز٤ زمانے نه بچ کړىه بدے جودُ د دے موَ مونږُ قربان کړو چهُ اره خپل ځان د پَ هونوُ ګناُ دَ مونږُ چا چه زر رضا ده.ؤ پلا اَ خدائےُ دَ مونږُ ،لکه چه ز٥ تر تله وى! آامين. د تلِ ال د هغۀ جلَ نشتهِ بل زيرے٦ د مسيح په فضلَ ئ چا چه تاسو نه مخ اړوغه چا د هَ ه زر دومرن يم چه تاسو دے خبره حيرا زۀ پهَ بل زيرى پسے ځئ، اؤ اوسَ، رابللى يئ٧ ے څۀ کسان شته اؤ صرف دا نه،خو داسَ . اګر چه بل نۀ دےنه تور کړى دى. ړوُ د زيرى نه ستاسو زَ د مسيحَ ش سره شِ چا چه په کو٨ سمان د آاَ ه خپله يا مونږ پُ خو که وى! د لعنتىِ غهى،نو ه روَ وو،څۀ زيرے آاؤُ ته آاؤرولے مونږ تاسوُ رى نه سيوا چهغه زي د هَ هم فرښته يوه٩ زۀَ د بل څۀَ زيرى نهرسيدلى د دَ ه چرے څوک تاسو ته وو: کُ وئيلىنږ درته اول موُ وايم څۀ چهغه بيا اوس ه وى! د لعنتىِ غهى نو ه روَ زيرے آاؤ١٠ ؟ که چرے ما تر دےسان خوشحالوم انِ زۀ تشَ يا خدائے؟ آاُ ان خوشحالوم کهنسان اِ زۀ په دے ويناَ يا آا غلام نۀ وم.ُ د مسيحَ زۀَ خوشحالولے نو بيا بهاننسان اِ سول شوُ پولوس څنګه ر١١ د بنى آادم جوړَ غه دے ه رولےَ درته آاؤ زيرے چه ما مُ صفا کوم چه کو دا خبره زۀ تاسو تهَ ڼو! روُ زما و کړے نۀ دے.١٢ ما ته بنى آادمؤ نۀ چا اَ رارسيدلے د طرفه نۀ دےَ سان انِ د چاَ غه ما ته ه ځکه چه د طرفه شوے دے.َ ى مسيحٰ د عيسَ په معرفت د کشفَ دے، بلکهولے ښو١٣ ئے جماعت بے حده خداُ دَ دى چه ما به وم آاؤريدلى هودىُ زۀ يَ ژوندانۀ په حقله کله چه دَ نو تاسو زماش به مے کاوو. شِ د تباه کولو کوَ د هغۀَ اؤَ لو آازارو١٤ د اکثروَ د خپل قومَ عقيده کښےوديانو په هُ د يَ زۀَ اؤَ پابند وم.ياتو د رواَ د خپلو مشرانوَ اؤَ نه ډير سرګرم وملو همزو١٥ اوبللم،هره خپل فضل ئے ر اؤ پَ ګيډه کښے غوره کړم د مور پهَ دايښت نهل پي د خپَ زۀَ خدائے چهُ خو رضا شوه د هغۀ داَ کله چه١٦ زۀ په غيروَ چه د پارهَ د دےَ ما کښے ظاهر کړىل زوئے په چه خپ

Transcript of Pashto bible injil new testament galatians

Page 1: Pashto bible injil new testament galatians

سول خط ر وس ول پ د م و ن ه پ و ن ا ي ت ګل د

اب ب و ن ا ي ت ۱ګلم ا سل

اؤ د پلار خدائے١ ى مسيح آادمو نۀ ټاکلے اؤ نۀ رسول کړے دے،بلکه د عيس د پولوس له طرفه چه بنى زۀ اؤ زما د ملګرو ټولئے چه اوس زما سره٢له طرفه رسول دے چه مسيح ئے د مړو نه بيا ژوندے کړو.

دى د ګلتيا ټولو جماعتونو ته سلام وائى.

ى مسيح له طرفه د په تاسو فضل اؤ سلامتى وى،٣ لک عيس زمونږ د پلار خدائے اؤ د ما

چا چه زمونږ د ګناهونو د پاره خپل ځان قربان کړو چه مونږ د دے موجوده بدے زمانے نه بچ کړى٤آامين.٥،لکه چه زمونږ د خدائے اؤ پلار رضا ده. د هغۀ جلال د تل تر تله وى!

ه شت ن رے ي ز ل ب زۀ په دے خبره حيران يم چه تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چه تاسو د مسيح په فضل٦

اګر چه بل نۀ دے. اؤ صرف دا نه،خو داسے څۀ کسان شته٧رابللى يئ،اؤ اوس بل زيرى پسے ځئ، آاسمان٨چا چه په کوشش سره د مسيح د زيرى نه ستاسو زړونه تور کړى دى. خو که مونږ په خپله يا د

آاؤروى،نو هغه د لعنتى وى! آاؤرولے وو،څۀ زيرے زۀ٩يوه فرښته هم د هغه زيرى نه سيوا چه مونږ تاسو ته اوس هغه بيا وايم څۀ چه مونږ درته اول وئيلى وو: که چرے څوک تاسو ته د درسيدلى زيرى نه د بل څۀ

آاؤروى نو هغه د لعنتى وى! زيرے

انسان خوشحالوم؟ که چرے ما تر دے١٠ آايا زۀ تش انسانان خوشحالوم که خدائے؟ آايا زۀ په دے وينا انسانان خوشحالولے نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.

سول شو ر ګه وس څن ول پآادم جوړ١١ آاؤرولے دے هغه د بنى زما وروڼو! زۀ تاسو ته دا خبره صفا کوم چه کوم زيرے چه ما درته

آادم ما ته١٢کړے نۀ دے. انسان د طرفه نۀ دے رارسيدلے اؤ نۀ چا بنى ځکه چه هغه ما ته د چا ى مسيح د طرفه شوے دے. ښوولے دے، بلکه د کشف په معرفت د عيس

آاؤريدلى دى چه ما به د خدائے جماعت بے حده١٣ نو تاسو زما د ژوندانۀ په حقله کله چه زۀ يهودى وم اؤ زۀ د يهوديانو په عقيده کښے د خپل قوم د اکثرو١٤آازارولو اؤ د هغۀ د تباه کولو کوشش به مے کاوو.

همزولو نه ډير سرګرم وم اؤ د خپلو مشرانو د رواياتو پابند وم.

خو خدائے چه زۀ د خپل پيدايښت نه د مور په ګيډه کښے غوره کړم اؤ په خپل فضل ئے راوبللم،هر١٥ چه خپل زوئے په ما کښے ظاهر کړى د دے د پاره چه زۀ په غيرو١٦کله چه د هغۀ دا رضا شوه

Page 2: Pashto bible injil new testament galatians

انسان نه صلاح واخسته اؤ نۀ په بيت المقدس١٧يهوديانو کښے د هغۀ زيرے خور کړم،نو نۀ خو ما د اؤ د هغه آاګاهو رسولان وو،بلکه سمدستى عربستان ته لاړم کښے هغوئ ته ورغلم څوک چه زما نه

بيا درے کاله پس د پطروس سره د ملاقات د پاره زۀ بيت المقدس١٨ځائے نه دمشق ته راستون شوم. لک د ورور يعقوب نه بغير د نورو١٩ته لاړم اؤ پنځلس ورځے مے ورسره تيرے کړے. خو ما د ما

رسولانو سره ملاقات ونۀ کړو.

کومے خبرے چه زۀ تاسو ته ليکم،خدائے حاضر ناظر دے چه په دے کښے هيڅ دروغ نۀ وايم.٢٠

اؤ د کلکيه علاقو ته راغلم. ٢١ اؤ يهوديه کوم جماعتونه چه د مسيح وو،زما د٢٢ د دے نه پس زۀ شام آاؤريدل چه”چا به مونږ وړاندے ربړولو،هغه اوس د هغه دين٢٣صورت نه ناواقف وو. خو تش دا به ئے

اؤ هغوئ به زما په وجه د خدائے ثنا وکړله.٢٤زيرے ورکوى د کوم په تباهئ پسے چه وو.“

اب ب و ن ا ي ت ۲ګلو ول کړ ب ق لوس رسول و پ و ن ا ل و س ر و ر و ن

اؤ زما٢ څوارلس کاله پس زۀ د برنبا سره بيا بيت المقدس ته لاړم اؤ تيطوس مے هم د ځان سره بوتلو. ١اعلان کوم،هغه مے تلل د خدائے د هدايت په مطابق وو،اؤ د کوم زيرى چه زۀ په غير يهوديانو کښے

هغوئ ته بيان کړو،خو هغو کسانو ته ځان له لاړلم څوک چه د څۀ مرتبے خاوندان دى د دے د پاره چه خو تيطوس هم څوک چه زما٣هسے نه چه زما د دے وخت يا پخوانئ منډے ترړے بے فائدے شى.

خو ځنو دا وغوښتل اؤ دا د هغه دروغژنو٤سره وو اؤ يونانى دے،هغه په سنتولو مجبور نۀ کړے شو. آازادى ملګرو په سبب وشول څوک چه په غلا داخل شوى وو اؤ په پټه راننوتى وو،د دے د پاره چه هغه لومه کړى اؤ مونږ بيا ى مسيح په يووالى کښے حاصله ده،د جاسوسانو په طور مع کومه چه مونږ ته د عيس

د هغوئ تابعدارى مونږ يو ساعت له هم ونۀ منله د دے د پاره چه د زيرى رښتينوالے په٥غلامان کړى. تاسو کښے قائم پاتے شى.

نشته ځکه٦ اؤ کوم خلق چه د مرتبے خاوندان حسابيدل،هغه که هر څنګه چه وو،زما ورسره هيڅ کار خو د دے٧چه خدائے د هيچا طرفدارى نۀ کوى،د هغوئ نه زما په زيرى کښے هيڅ زياتوالے رانۀ غے.

برعکس هر کله چه هغوئ وليدل چه څۀ رنګ يهوديانو ته د زيرى ورکولو کار پطروس ته حواله شو،دغه ځکه چه خدائے چه په پطروس کښے د يهوديانو٨شان غيرو قومونو ته زيرے ورکول ما ته وسپارلے شو.

اؤ هر کله چه٩د رسالت د پاره اثر وکړو،هغه هم د غيرو قومونو د رسالت د پاره په ما کښے اثر وکړو. لوم کړو کوم چه ما ته راکړے شوے وو نو يعقوب اؤ پطروس اؤ يوحنا څوک چه د هغوئ دا توفيق مع

جماعت غړى ګڼلے شول،ما ته اؤ برنبا ته خپل ښئ لاس راکړو اؤ ځان سره ئے شريک کړو،د دے د پاره اؤ تش دا قدر ئے راته ووئيل چه خواران ياد١٠چه مونږ غيرو قومونو ته لاړ شو اؤ هغوئ يهوديانو ته. ساته،ولے زۀ پخپله د دغه کار په کوشش کښے وم.

Page 3: Pashto bible injil new testament galatians

ټل ر پطروس وس ول پ د ه کښے کي طا ن ا ه پ خو کله چه پطروس انطاکيه ته راغے نو ما مخ په مخه د هغۀ مخالفت وکړو ځکه چه هغه ملامت١١

ځکه چه د يعقوب له طرف نه د يو څو سړو د راتلو نه وړومبے هغۀ د غيرو يهوديانو ورڼو سره١٢وو. ډوډئ خوړه،خو چه هغوئ راغلل نو په ډډه شو ځکه چه له هغوئ نه ويريدو څوک چه غواړى چه غير

اؤ نورو يهودى وروڼو هم د هغۀ په مرسته کښے رياکارى راواخسته تر١٣يهوديان وروڼه هم سنت شى. خو هر کله چه ما وليدل چه هغوئ د١٤دے چه برنبا هم د هغوئ سره په رياکارئ کښے ملګرے شو.

زيرى د رښتينوالى په مطابق په نيغه لار نۀ ځى نو ما د ټولو په وړاندے پطروس ته ووئيل چه”تۀ چه يهودى يئے د غيرو يهوديانو په شان ژوند تيروے،نۀ چه د يهوديانو په شان،نو بيا ولے غير قومونه د يهوديانو په

شان ژوند تيرولو ته مجبوروے؟“

ه بچ کيږى ل وسي ه پ ن ما ي ا د ه ب ن ا ي د و ه ي ر غي ؤ ا ن ا ي د و ه ي خو بيا هم په دے١٦ سره د دے چه مونږ پيدائشى يهوديان يو اؤ د ګناه ګارو غيرو يهوديانو نه نۀ يو، ١٥

ى مسيح په ايمان راوړلو صادق کيږى،نو په پوهيږو چه سړے د شريعت په عملونو نه،بلکه صرف په عيسى مسيح ايمان راؤړو د دے د پاره چه مونږ په مسيح باندے په ايمان راوړلو صادق خپله مو هم په عيس

لونو،ځکه چه د شريعت په عملونو يو سړے هم صادق کيدے نۀ شى. اؤ١٧شو،نۀ چه د شريعت په عمآايا د دے په سبب مو مونږ څوک چه د مسيح په وسيله صادق کيدل غواړو،که په خپله ګناه ګار شو نو

آاباد کړم نو خپل ځان په خپله١٨مسيح دے؟ هيڅ کله نه! ځکه چه هغه څۀ چه ما ونړول که هغه بيا زما مطلب دا دے چه تر څو چه د شريعت سوال دے زۀ مړ شوم،هو شريعت زۀ مړ کړلم١٩ګناه ګاروم.

زۀ د مسيح سره په سولئ شوے يم اؤ اوس زۀ ژوندے نۀ٢٠چه زۀ اوس د خدائے د پاره ژوند تير کړم. يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اؤ زۀ چه اوس کوم ژوندون لرم نو د خدائے په زوئے په ايمان

زۀ د٢١راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اؤ خپل ځان ئے زما د خاطره ورکړو. خدائے فضل رد کوم نه،ځکه چه که صداقت د شريعت په وسيله په لاس راتلے نو بيا خو د مسيح مړ

کيدل بے ځايه وو!

اب ب و ن ا ي ت ۳ګلا فضل ي عت ي شر

ائے نادانو ګلتيانو! چا په تاسو جادو وکړو؟ ستاسو خو لکه د سترګو په وړاندے مسيح په سولئ وښوولے١لونو روح القدس وموندلو يا په٢شو. زۀ د تاسو نه صرف دا تپوس کول غواړم چه تاسو د شريعت په عم

آايا تاسو دومره نادان يئ چه د روح القدس په وسيله مو شروع کړه اؤ٣زيرى د ايمان راوړلو په وسيله؟ آايا د تاسو ټولو تجربه عبث شوه؟ خو يقينا چه نه!٤اوس د خپلو عملونو په وسيله پوره کول غواړئ څۀ؟

آايا هغه د٥ نو بيا خدائے چه تاسو ته روح القدس درکوى اؤ په تاسو کښے معجزے ښکاره کوى نو آاؤريدو اؤ پرے ايمان راوړلو په وسيله؟ شريعت په عملونو داسے کوى يا د زيرى

Page 4: Pashto bible injil new testament galatians

ابراهيم «په خدائے ايمان راؤړو اؤ دا د هغۀ د پاره په صداقت حساب شو،» ٦ نو پوهه شئ چه٧ لکه چه ابراهيم اؤلاد دى. اؤ کتاب مقدس د دے نه مخکښے خبر وو٨څوک د ايمان خاوندان دى،هغوئ د

ابراهيم ته دا زيرے واؤرولو چه: «ستا په چه خدائے به غير يهوديان په ايمان صادق کړى،نو د اول نه ئے ابراهيم د ايمان راوړلو په وسيله برکت وموندو٩وسيله به ټول قومونه برکت بيا مومى.» نو بيا څنګه چه

ابراهيم غوندے ايمان لرى،هغۀ سره برکت بيا مومى. ،هم هغه شان هغوئ ټول چه د

خو څومره چه د شريعت په عملونو توکل کوى،هغوئ ټول لعنتيان دى، لکه چه صحيفے وائى چه :١٠ «هر هغه څوک چه د شريعت په کتاب کښے ليکلى شوو په ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغه لعنتى دے.»

نزد صادق کيږى نه، لکه چه١١ اؤ دا خبره ښکاره ده چه د شريعت په وسيله هيڅوک د خدائے په نشته بلکه ليکلى دى ليکلى دى چه: «صادق به په ايمان پائى.» اؤ د شريعت د ايمان سره هيڅ تعلق

چه: «څوک چه په شريعت عمل کوى هغه به د دے په سبب پائى.»

لو ځکه چه هغه زمونږ د پاره لعنتى١٣ مسيح مونږ په بيعه واخستو اؤ د شريعت د لعنت نه ئے راخلاص کړ شو،ځکه چه په صحيفه کښے ليکلى دى چه «څوک چه په لرګى ځوړند کړے شو هغه لعنتى دے.»

ابراهيم ته د ورکولو وعده کړے وه،د مسيح١٤ دا ځکه وشو د دے د پاره چه هغه برکت چه خدائے ى په وسيله غير يهوديانو ته هم ورسى،اؤ مونږ د ايمان په وسيله هغه روح القدس حاصل کړو د کوم عيس

چه خدائے وعده کړے ده.

وعده ؤ ا عت ي شرانسان وعده وى خو که تصديق ئے وشى نو١٥ زما وروڼو! زۀ د مثال په طور دا وايم چه سره د دے که د

ابراهيم اؤ د هغۀ د نسل١٦څوک ئے منسوخ نۀ ګڼى اؤ نۀ په کښے څوک څۀ زياتے کوى. نو خدائے سره هم وعدے وکړلے،اؤ هغه دا نۀ وائى چه”د نسلونو سره“ لکه چه د ډيرو د پاره وئيلے کيږى،بلکه

زما مطلب دا دے چه١٧څنګه چه د يو د پاره وئيلے شى چه: «ستا د نسل سره،» نو هغه مسيح دے. د کومے وعدے چه خدائے تصديق کړے وو،هغه څلور سوه اؤ ديرش کاله پس شريعت منسوخ کولے نۀ

که چرے ميراث د شريعت په وسيله رسى نو دا بيا١٨شى په دے خيال چه هغه وعده بے فائدے وګڼى. ابراهيم ته د يوے بخښنے په طور ورکړے وه. په وعده نۀ دے،خو په هغه وعده وو کومه چه خدائے

نو بيا د شريعت څۀ؟ شريعت ځکه وروستو ورکړے شو چه د دے په وسيله ګناه ظاهر شى تر څو چه١٩ابراهيم د نسل راتلل جارى وىچا سره چه وعده شوے وه،اؤ شريعت د فرښتو په وسيله د يو منيځګړى د

اؤ هر چرته چه دوه طرفونه وى نو مينځګړے پکاريږى،خو خدائے يو دے.٢٠په لاس مقرر کړے شو.

من ا ز ؤ ا ن ا م ا ل غآايا شريعت د خدائے د وعدو خلاف دے؟ نه،هيڅ کله نه! که چرے داسے شريعت ورکړے شوے٢١ نو

خو مقدس کتاب وائى چه٢٢وے چه ژوند ئے ورکولے شوے نو بيا به صداقت د شريعت په وسيله وو. ى مسيح د ايمان راوړلو ټوله دنيا د ګناه په قبضه کښے ده،د دے د پاره چه د بخښنے وعده چه په عيس

Page 5: Pashto bible injil new testament galatians

په وسيله هغه خلقو ته چه ايمان راؤړى ورکړے شى.

د ايمان د راتلو نه مخکښے د شريعت د لاندے زمونږ ساتنه کيده،اؤ د هغه ايمان تر راتلو کوم چه٢٣ پس شريعت مسيح ته د رارسولو پورے زمونږ ساتونکے وو د٢٤ظاهريدونکے وو،مونږ د هغۀ پابند وو.

خو هر کله چه ايمان راغلے دے مونږ نور د شريعت٢٥دے د پاره چه مونږ د ايمان په وسيله صادق شو. د لاندے نۀ يو.

ى دے،د خدائے زامن يئ. ٢٦ اؤ٢٧ ځکه چه تاسو ټول د هغه ايمان په وسيله کوم چه په مسيح عيسآاغوستے٢٧تاسو ټول هر څومره چه د مسيح په يووالى کښے بپتسمه شوى يئ لکه د لباس مسيح مو

آازاد،نۀ٢٨دے. نۀ خو څوک په تاسو کښے اوس يهودى دے اؤ نۀ غير يهودى،نۀ څوک غلام دے اؤ نۀ ى په يووالى کښے يو يئ. اؤ که چرے٢٩څوک سړے دے اؤ نۀ ښځه،ځکه چه تاسو ټول د مسيح عيس

ابراهيم د نسل نه يئ،اؤ دغه شان د وعدے په مطابق وارثان يئ. تاسو د مسيح يئ نو د

اب ب و ن ا ي ت ۴ګللک دے،په هغۀ اؤ په١ خو زۀ دا وايم چه وارث تر څو چه نابالغه دے،اګر که دے د ټول جايداد ما

خو کوم ميعاد چه پلار مقرر کړے دے تر هغے وخته هغه د سرپرستانو اؤ٢غلام کښے هيڅ فرق نۀ وى. اختيار لاندے وى. دغه شان مونږ هم چه کله چه ماشومان وو نو د دنيا د قوتونو په پابندئ٣مختارانو د

خو هر کله چه نيټه پوره شوه نو خدائے خپل زوئے٤کښے د غلامئ په حالت کښے مو ژوند تيروو. د دے د پاره چه څوک چه د شريعت٥راوليږلو چه د ښځے نه وزيږيدو اؤ د شريعت د لاندے پيدا شو،

آازاد ئے کړى،چه مونږ د خدائے زامن شو. د لاندے وو،په بيعه واخلى اؤ

اؤ په دے سبب چه تاسو د خدائے زامن يئ خدائے د خپل زوئے روح زمونږ په زړونو ته راوليږلو کوم٦آابا،“ يعنے ”ائے پلاره“ غږ کوى. نو اوس نور تۀ غلام نۀ يئے بلکه زوئے يئے،اؤ چه زوئے يئے٧چه د ”

نو د خدائے وارث هم يئے.

کر ف ه ر ا پ د و ن ا ي ت ګل د وس ول پ د خو هغه وخت تاسو د خدائے نه ناخبر وئ اؤ تاسو د هغه معبودانو په غلامئ کښے وئ څوک چه٨

خو اوس تاسو خدائے وپيژندلو بلکه خدائے تاسو وپيژندلئ،نو بيا د هغه زړو اؤ بے ځايه٩خدائے نۀ دى. تاسو خاص ورځے،مياشتے اؤ مقرر١٠اولنو خبرو پلو څنګه ورګرزئ،چه د هغوئ بيا غلامى کول غواړئ؟

لونه منئ. زۀ ستاسو په باب کښے ربړيږم چه هسے نه چه کومه خوارى چه ما په تاسو١١وختونه اؤ کاکړے ده هغه عبث لاړه شى.

زما وروڼو! زۀ درته منت کوم چه خپل ځانونه زما په شان کړئ ځکه چه ما هم خپل ځان ستاسو په١٢ بلکه تاسو خبر يئ چه ما په اول ځل د ناجوړتيا١٣شان کړے دے. تاسو زما څۀ نقصان نۀ دے کړے.

آاؤرولے وو. آازمايش١٤په حالت کښے تاسو ته زيرے اؤ تاسو زما هغه جسمانى حالت کوم چه ستاسو د

Page 6: Pashto bible injil new testament galatians

باعث وو،نۀ خو سپک وګڼلو،نۀ مو د هغۀ نه کرکه وکړه،اؤ زۀ مو د خدائے فرښته وګڼلم لکه څنګه چهى ته په خپله هر کلے وئيلے وے. نو هغه وخت تاسو ډيره خوشحالى کړے وه،خو١٥تاسو مسيح عيس

اوس هغه خوشحالى چرته ده؟ زۀ ستاسو ګواه يم چه که کيدے شوے نو تاسو به خپلے سترګے راويستلےآايا زۀ د حق وئيلو په سبب ګنى ستاسو دښمن شوے يم؟١٦وے اؤ ما ته به مو راکړے وے. نو

هغوئ تاسو دوستان خو جوړول غواړى خو په نيک نيتئ نه،بلکه هغوئ تاسو له ما نه جدا کول غواړى١٧ دا خو ښه خبره ده چه په ښه خبره کښے هر١٨د پاره د دے چه تاسو د هغوئ د دوستئ ليواله شئ.

وخت د دوست جوړولو کوشش وکړے شى،نۀ يواځے هغه وخت چه زۀ ستاسو سره موجود يم بلکه هغهآاخته يم،تر١٩وخت هم چه غير حاضر يم. ګرانو بچو! زۀ يو ځل بيا ستاسو د پاره لکه دلنګانۀ په درد

زړۀ مے غواړى چه زۀ د اوس تاسو سره وئے،نو ما به بيا٢٠څو چه تاسو د مسيح په څير شوى نۀ يئ. خپل انداز بدل کړے وئے ځکه چه زۀ ستاسو په باب کښے پريشان يم.

ال ث م ه ر د سا ؤ ا ه جر د هاآاؤرئ څۀ؟ ٢١ آايا د شريعت خبره نۀ ځکه چه دا په٢٢ اوس راته ووايئ،تاسو چه د شريعت دومره ليواله يئ،

آازادے ښځے نه. ابراهيم دوه زامن وو،يو له وينځے نه اؤ بل د خو د وينځے٢٣کښے ليکلى دى چه د آازادے زوئے د خدائے د لوظ په مطابق پيدا شو. دا يو مثال دے اؤ دا دوه٢٤زوئے په عام طور،اؤ د

ښځے د دوؤ لوظونو په مثال دى،يوه چه د سينا په غرۀ کړے شوے وه چه غلامان پيدا کوى،اؤ هاجرهنوم دے. اؤ هاجره لکه د سينا غر په عربو کښے ده چه د موجوده بيت المقدس په مثال دے٢٥ئے

آازاده ده څوک٢٦ځکه چه هغه اؤ د هغے بچى په غلامئ کښے دى. آاسمانى بيت المقدس هغه خو د ځکه چه صحيفے وائى چه:٢٧چه زمونږ مور ده.

«ائے شنډے ښځے! خوشحالى وکړه!

چا چه چرے هم بچى نۀ دى راوړى.

د خوشحالئ چغے ووهه

چا چه د لنګانۀ دړدونه نۀ وو زغملى.

ځکه چه پريښولے ښځه به

د هغے ښځے نه ډير بچى راؤړى چه خاوند لرى.»

اسحاق په شان د خدائے د لوظ بچى يئ. ٢٨ خو لکه څنګه چه په هغه٢٩ نو ائے زما وروڼو! تاسو د ورځو کښے په عام طور پيدا شوى زوئے د خدائے د روح په قدرت پيدا شوے زوئے وربړولو،دغه شان نن

خو صحيفے څۀ وائى چه: «وينځه اؤ د هغے زوئے وشړئ ځکه چه د وينځے زوئے به د٣٠هم دے. نو زما وروڼو! تاسو اوس پوهه شئ چه مونږ د٣١آازادے د زوئے سره په ميراث کښے شريک نۀ شى.»

Page 7: Pashto bible injil new testament galatians

آازاده ده. وينځے بچى نۀ يو،زمونږ مور

اب ب و ن ا ي ت ۵ګلآازاد کړى يو،نو بيا پرے ټينګ اوسئ اؤ بيا غلامان مۀ جوړيږئ.١ آازاد اوسيدلو د پاره مسيح مونږ د

دى زا آا و ن ا ر ا د ن ما ي ا د ٣ ګورئ،زۀ پولوس تاسو ته وايم چه که تاسو سنت شئ نو د مسيح نه به تاسو ته هيڅ فائده نۀ وى. ٢

تاسو کوم چه د٤بلکه زۀ په هر سنت شوى سړى ګواهى ورکوم چه هغه په ټول شريعت عمل کوى. ځکه چه مونږ د٥شريعت په وسيله صادق کيدل غواړئ،د مسيح نه جدا شوئ اؤ د فضل نه پاتے شوئ.

انتظار کوو. اميد سره د دے اؤ٦روح القدس په وسيله په ايمان سره به صادقان ګرزولے شو اؤ مونږ د ى لرى اؤ نۀ نا سنتيدل،خو د ى سره يووالے لرى،د هغۀ نۀ خو سنتتيدل څۀ معن څوک چه د مسيح عيس

تاسو خو ښه منډه٧هغۀ ايمان چه په مسيح دے،د فائدے خبره ده اؤ ايمان د مينے په وسيله ښکارى. دا لمسه ستاسو د٨وهله،ستاسو په لاره کښے چا رکاوټ جوړ کړو چه د حق د منلو نه ايسار شوئ؟

لونکى خدائے له طرفه نۀ ده. آاخښلى اوړۀ خمبيره کړى. ٩راب زما په١٠ ياد لرئ چه لږه خمبيره ټول لک کښے په تاسو يقين دے چه تاسو به بل څۀ خيال نۀ کوئ اؤ څوک چه تاسو ويروى،که هغه هر ما

څوک هم وى،سزا به مومى.

زما وروڼو! که زۀ تر اوسه د سنتيدو پيغام ورکوم نو بيا تر اوسه عذابولے ولے شوم؟ په هغه صورت خو١١ى د سولئ د تيندک خبره هم نۀ وه. زما خوښه خو دا ده چه ستاسو راپارووونکے د يواځے د١٢د عيس

سنتولو نه،بلکه خپل ځان به نامرد کړے وى!

آازادى خپل جسمانى شوقونو د پاره مه١٣ آازادئ د پاره رابللى شوى يئ،خو دا زما وروڼو! تاسو د ځکه چه ټول شريعت يواځے په دے حکم١٤استعمالوئ بلکه د مينے سره د يو بل خدمت کوئ.

خو که چرے١٥ځوړند دے،يعنے په دے چه: « تۀ د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه لره.» تاسو يو بل چيچئ اؤ خورئ نو پام کوئ،تاسو دواړه به يو بل برباد کړئ.

ه ن و ر جسم کا د ؤ ا ه و ي م وح ر د زما مطلب دا دے چه که تاسو د خدائے د روح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقونه به هيڅ١٦

انسانى فطرت د خدائے د روح په خلاف خواهش کوى اؤ د خدائے١٧کله هم پوره نۀ کړئ. ځکه چه روح د انسانى فطرت په خلاف،اؤ دا د يو بل مخالف دى د پاره د دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ

خو که چرے تاسو د خدائے د روح په هدايت روان يئ نو تاسو د شريعت١٨،هغه کولے نۀ شئ. ماتحت نۀ يئ.

بت پرستى٢٠ اوس د انسانى فطرت کارونه خو ښکاره دى،يعنے حرامکارى،ناپاکى،شهوت، ١٩

Page 8: Pashto bible injil new testament galatians

بدعتونه، اتفاقى،جدائى، بغض،نشے،ګډا نڅا اؤ د دے په٢١،جادوګرى،دښمنى،جګړے،کينه،غصه،بے شان نور. د دے په باب کښے درته د وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وو چه داسے

خلق به د خدائے د بادشاهئ وارثان نۀ وى.

ايماندارى، ٢٢ عاجزى اؤ٢٣ خو د خدائے د روح ميوه مينه،خوشحالى،سلامتى،زغم،مهربانى،نيکى، اؤ څوک چه د مسيح دى نو هغوئ٢٤پرهيزګارى ده. د داسے کارونو يو شريعت هم مخالف نه دے.

انسانى فطرت ټول رغبتونه اؤ خواهشونه په سولئ خيژولى دى. که چرے مونږ د خدائے د روح٢٥خپل د مونږ د بے ځايه فخر ونۀ٢٦په وسيله ژوندى يو نو د خدائے د روح په مطابق ژوند تيرول هم په کار دى.

کړو،نۀ د يو بل تنګوو اؤ نۀ د د يو بل نه سوزو.

اب ب و ن ا ي ت ۶ګلوئ وچت ا وج ب ل ب و ي د

ائے وروڼو! که څوک په څۀ قصور کښے ونيولے شى نو تاسو چه د روح القدس په هدايت چليږئ هغه١آازميښت کښے پرے نۀ وزے تاسو د يو٢په عاجزئ سره په ځائے کړئ،اؤ خپل خيال هم ساته چه تۀ په

ځکه چه که څوک سړے خپل ځان څۀ٣بل خيال ساتئ اؤ دغه شان د مسيح شريعت پوره کوئ. آازمائى،په٤شمارى اؤ وى هيڅ هم نه،نو د خپل ځان سره ټګى کوى. نو بيا د هر سړے خپل ځان و

ځکه چه هر سړے به خپل٥داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان د فخر موقع وى،نۀ چه د بل. اوچتوى. بوج

آاخستونکے د تعليم ورکووونکے په ټولو ښو څيزونو کښے شريک کړى.٦ د کلام تعليم

د ځان سره ټګى ونۀ کړئ،د خدائے سره ټوقے نۀ شى کيدے ځکه چه سړے چه څۀ کرى هم هغه به٧انسانى فطرت کښے څۀ وکرى نو هغه به د دے نه د فنا کيدو فصل٨ريبى. که چرے هغه په خپل

وريبى،اؤ که چرے هغه د خدائے په روح کښے څۀ وکرى نو هغه به د خدائے د روح نه د تل ژوندون نو بيا د مونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو،ځکه چه که بے زړۀ نۀ شو نو په٩وريبى.

نو بيا چه څومره موقع په لاس درځى،د ټولو سره نيکى کوئ،خاص د١٠عين وخت به ئے وريبو. ايماندارانو سره.

رکت ب ؤ ا رے دا ر آاخرى خب څومره خلق چه جسمانى١٢ ګورئ چه ما تاسو ته په خپل لاس څومره په غټو غټو ټکو ليکلى دى. ١١

نمائش غواړى،هغوئ تاسو په سنتيدلو مجبوروى تش د دے د پاره چه د مسيح د سولئ په وجه ونۀ ولے چه سنت شوى په خپله هم په شريعت عمل نۀ کوى خو ستاسو سنتيدل ځکه١٣عذابولے شى.

خو خدائے د نۀ کړى چه زۀ په څۀ فخر وکړم بغير١٤غواړى چه ستاسو په جسمانى حالت فخر وکړى. ى مسيح د سولئ نه،چه په هغے دنيا زما په نزد په سولئ شوله اؤ زۀ د دنيا په نزد. ځکه چه نۀ١٥د عيس

Page 9: Pashto bible injil new testament galatians

لوق. اؤ څومره چه په دے لار چليږى،هغوئ ته١٦سنتيدل څۀ څيز دے اؤ نۀ نا سنتيدل،بلکه نوے مخاسرائيل ته د سلامتى اؤ رحم وى. ،يعنے د خدائے حقيقى

ى داغونه لرم.١٧ د دے نه پس هيڅوک د ماله نور تکليف نۀ راکوى ځکه چه زۀ په خپل بدن د عيس

آامين.١٨ ى مسيح فضل د تاسو ټولو سره وى، لک عيس زما وروڼو! زمونږ د ما

This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved