Pashto bible injil new testament philippians

6
سول خطُ د پولوس رَ نومُ يانو په د فيليپَ اب فيليپيانو ب۱ سلام١ نومُ غه پاکانو په د ټولو هَ د فيليپىَ خادمان دى، ىٰ د مسيح عيسَ اؤ تيموتيوس له طرفه څوک چهَ پولوسؤ خادمانو. اَ د مشرانوَ د دوئَ والے لرى،سرهح سره يو ى مسيٰ د عيسَ چه٢ نازله وى.ؤ سلامتى اَ ه طرفه فضل ى مسيح لٰ اؤ عيسَ خدائےُ د پلارَ مونږُ د زِ په تاسو دعاُ د پولوسَ د پارهَ د فيليپيانوَ ٣ شکر وباسم.ُ خدائےُ د خپلَ ياد شئ نوسو رار کله تا ه ما ته چه٤ زۀ ئےَ دعا کښے چهُ ره يوه ه اؤ پهَ ره خواست کوم، د پاَ ډير په خوشحالئ تاسو ټولوره غواړم تل د پاَ ستاسو٥ د اولنئ ورځےَ ځکه چه تاسو ما سره شريک پاتے شوى يئ.لو کښے لهرو د زيرى په خوَ نه پورے نه تر ن٦ ابرے په ب د دے خبَ ؤ زما اَ ى مسيح ترٰ د عيسَ غه به ئے شروع کړے دے،ه کارښے نيکر دے چه چا چه په تاسو ک کښے باو پوره کړى.ُ پورے ورځے٧ د پارهَ دغسے خيال وکړم همو په حقله زۀ ستاسو ټولَ واجب دى چه ځکه خو کښے تاسو ټول ما سره بوتُ اؤ په ثَ د جوابَ د زيرىَ اؤَ قيد دَ ؤ زما اَ، چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ د دےَ ښے شريک يئ. خدائے په فضل کُ دَ ٨ په مينه کښے ى مسيح په شانٰ د عيسَ زۀَ دے چه ګواهئے زما خداُ ند يم.ت آارزومقا ملاُ دَ ستاسو ټولو٩ اتيدو شى،م په زي هه نوره د پوهے سرَ هر شان علم بهِ اؤَ چه ستاسو مينه دعا کومُ اؤ داَ ١٠ چه تاسو ښهنۀ خورئ. اؤ تيندک وَ په صفا زړۀ پاتے شئ پورے ورځے د مسيح ترَ اؤَ ه کولے شئ نه ښه فيصل١١ اؤَ ل ښکارهئے جلا خداُ دَ ر وى،چه موُ ده، معيح په وسيله ى مسٰ د عيسَ چه ميوه صداقت په دَ دِ ژوند ستاسوغۀ ستائينه کيږى. د هَ اؤَ شى تيرول مسيح دے ما ته ژوند١٢ شول، د ترقئ په وجه وَ د زيرىَ غه څۀ تير شول،ه چه تاسو خبر شئ،په ما چه زۀ غواړمَ ڼو! روُ ائے وَ ١٣ دَ زۀَ چهه خوره شوهو خلقو کښے دا خبرؤ باقى په ټول اَ ه پلټنه کښے په ټول د عسکروَ د قيصرَ تر دے چهد يم. د پاره قيَ مسيح١٤ ديدو په وجه زړۀ ور د قيَ کثر زما مونږ ملګرى دى اُ کښے ز لکِ ؤ څوک چه په ما اَ اره کوى.ے زړۀ ورتيا ښکلو کښم په آاؤروئے کلا خداُ دَ ويرے اؤ بےَ شول١٥ نيک نيتئ سره. اؤ ځنے بهَ م آاؤروى د مسيح پيغاَ د جګړے په وجهَ اؤَ ځنے خو په حسد١٦ دَ دوئ شوے يم. د پاره ټاکلےَ رکولواب و د جوَ د زيرىَ زۀَ اؤ په دے خبر دى چهَ جه داسے کوى مينے په و١٧ خيال چه زما په قيد کښے ما ته،بلکه په دے صفا زړۀ سرهتفاقئ په وجه،نۀ چه په اِ د بےَ خو نور تونه پيدا کړى.ُ مصيب

Transcript of Pashto bible injil new testament philippians

Page 1: Pashto bible injil new testament philippians

سول خط ر وس ول پ د م و ن ه پ و ن ا ي پ ي ل ي ف د

اب ب و ن ا ي پ ي ل ي ۱فم ا سل

نوم١ ى خادمان دى،د فيليپى د ټولو هغه پاکانو په پولوس اؤ تيموتيوس له طرفه څوک چه د مسيح عيسى مسيح سره يووالے لرى،سره د دوئ د مشرانو اؤ خادمانو. چه د عيس

ى مسيح له طرفه فضل اؤ سلامتى نازله وى.٢ په تاسو د زمونږ د پلار خدائے اؤ عيس

ا ع د وس ل و پ د ه ر ا پ د و ن ا ي پ ي ل ي ف د اؤ په هره يوه دعا کښے چه زۀ ئے٤ ما ته چه هر کله تاسو راياد شئ نو د خپل خدائے شکر وباسم. ٣

ځکه چه تاسو د اولنئ ورځے٥ستاسو د پاره غواړم تل ډير په خوشحالئ تاسو ټولو د پاره خواست کوم، اؤ زما د دے خبرے په باب٦نه تر ننه پورے د زيرى په خورولو کښے له ما سره شريک پاتے شوى يئ.

ى مسيح تر کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے،هغه به ئے د عيس ځکه خو واجب دى چه زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغسے خيال وکړم د پاره٧ورځے پورے پوره کړى.

د دے چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ،اؤ زما د قيد اؤ د زيرى د جواب اؤ په ثبوت کښے تاسو ټول ما سرهى مسيح په شان په مينه کښے٨د خدائے په فضل کښے شريک يئ. خدائے زما ګواه دے چه زۀ د عيس

آارزومند يم. ستاسو ټولو د ملاقات

چه تاسو ښه١٠ اؤ دا دعا کوم چه ستاسو مينه اؤ علم به هر شان د پوهے سره نوره هم په زياتيدو شى،٩ اؤ١١نه ښه فيصله کولے شئ اؤ د مسيح تر ورځے پورے په صفا زړۀ پاتے شئ اؤ تيندک ونۀ خورئ.

ى مسيح په وسيله ده، معمور وى،چه د خدائے جلال ښکاره ستاسو ژوند د د صداقت په ميوه چه د عيسشى اؤ د هغۀ ستائينه کيږى.

رول مسيح دے ي ت د ن و ژ ه ت ا م١٣ ائے وروڼو! زۀ غواړم چه تاسو خبر شئ،په ما چه څۀ تير شول،هغه د زيرى د ترقئ په وجه وشول، ١٢

تر دے چه د قيصر د عسکرو په ټوله پلټنه کښے اؤ باقى په ټولو خلقو کښے دا خبره خوره شوه چه زۀ دلک کښے زمونږ ملګرى دى اکثر زما د قيديدو په وجه زړۀ ور١٤مسيح د پاره قيد يم. اؤ څوک چه په ما

آاؤرولو کښے زړۀ ورتيا ښکاره کوى. شول اؤ بے ويرے د خدائے کلام په

آاؤروى اؤ ځنے به نيک نيتئ سره. ١٥ دوئ د١٦ ځنے خو په حسد اؤ د جګړے په وجه د مسيح پيغام ١٧مينے په وجه داسے کوى اؤ په دے خبر دى چه زۀ د زيرى د جواب ورکولو د پاره ټاکلے شوے يم.

اتفاقئ په وجه،نۀ چه په صفا زړۀ سره،بلکه په دے خيال چه زما په قيد کښے ما ته خو نور د بے مصيبتونه پيدا کړى.

Page 2: Pashto bible injil new testament philippians

آاؤرولے شى،هغه که په بهانه وى يا په صفا زړۀ،اؤ په دے زۀ١٨ خو خير دے،په هر شان د مسيح پيغام ى مسيح د١٩خوشحاله يم. هو! اؤ خوشحاله به شم، ځکه چه زۀ پوهيږم چه ستاسو په دعا اؤ د عيس

آازاد شم. اميد دغه دے چه زۀ په څۀ خبره کښے شرمنده٢٠روح په مدد به آارزو اؤ ځکه خو زما د زړۀ نۀ شم،بلکه زما د زياتے زړۀ ورتيا په وجه لکه څرنګ چه زما په وسيله هميشه د مسيح جلال ښکاره

ځکه چه ژوندے پاتے کيدل٢١شوے دے، هغه شان به اوس هم کيږى،که زۀ ژوندے يم يا مړ شم. خو که زما ژوندے پاتے کيدل زما د کار د پاره فائده لرى نو٢٢زما د پاره مسيح دے اؤ مړ کيدل ګټه.

زۀ په دواړه طرفه نښتے يم. زړۀ خو مے دا غواړى چه رخصت٢٣زۀ نۀ پوهيږم چه کوم يو خوښ کړم. خو زما په بدن کښے پاتے کيدل ستاسو د٢٤شم اؤ مسيح ته لاړ شم ځکه چه دا ډير زيات غوره دے،

اؤ د دے د پاره زۀ پوهيږم چه ژوندے به پاتے شم،بلکه٢٥پاره ډير ضرورۍ دى. زما په دے يقين دے اؤ تاسو په٢٦تاسو ټولو سره به اوسم چه تاسو په ايمان کښے ترقى وکړئ اؤ په کښے خوشحاله اوسئ،

ى کښے زيات شى. ما فخر کوئ هغه د تاسو ته زما په بيا راتلو په مسيح عيس

صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن د د مسيح د زيرى په شان وى. که زۀ راشم اؤ تاسو وګورم٢٧انجيل د ايمان د پاره په يو زړۀ ښه يا رانۀ شم،ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو روح کښے قائم يئ اؤ د

اؤ په هيڅ خبره کښے هم د مخالفانو نه ويريدونکى نۀ يئ،نو له دے نه به دا صفا٢٨خوارى کوئ. ځکه چه٢٩ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو د پاره خلاصون اؤ دا د خدائے له طرفه ده.

د مسيح د خاطره په تاسو دا فضل وشو چه نۀ يواځے په هغۀ ايمان راؤړئ بلکه د هغۀ د خاطره تکليفونه اؤ تاسو هم هغه شان ښه خوارى کوئ څنګه چه مو زۀ په کولو ليدلے وم اؤ اوس هم٣٠هم وزغمئ.

آاؤرئ چه زۀ هم هغه شان کوم.

اب ب و ن ا ي پ ي ل ي ۲فلے ا و ے وئ ل ؤ ا عاجزى د مسيح

نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه د هغۀ د مينے نه تاسو زړۀ ور شئ اؤ په تاسو کښے١ نو تاسو زما خوشحالى پوره کړئ چه په يو زړۀ٢د روح القدس شراکت،زړۀ سواندے اؤ همدردى وى،

د خود غرضئ اؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ،بلکه په عاجزئ٣،په يو شان مينه اؤ يو خيال ولرئ. هم٥ هر يو د تش په خپل حال نه بلکه د يو بل په حال هم نظر ساتى. ٤يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.

ى وو. هغه شان خوئ لرئ لکه څنګه چه د مسيح عيس

٧ هغه اګر که د خدائے په صورت وو د خدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے د ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ٦

انسان په شان اختيار کړو،اؤ د اختيارونو نه خالى کړو اؤ د غلام شکل ئے بلکه خپل ځان ئے د هغه ټولو انسانى جسه کښے ښکاره شو،خپل ځان ئے عاجز کړو اؤ دومره تابعدار شو چه مرګ،بلکه٨شو. اؤ په

نوم٩د سولئ مرګ ئے وزغملو. په دغه وجه خو خدائے هم هغه ډير سربلند کړو اؤ هغۀ ته ئے هغه ى دے، نوم هر يو موجودات په١٠وبخښلو کوم چه د ټولو نومونو نه اعل ى په د پاره د دے چه د عيس

Page 3: Pashto bible injil new testament philippians

آاسمانونو کښے،يا په مزکه کښے،يا هغه چه د مزکے د لاندے وى، اؤ د١١سجده شى،خوا که په لک دے. ى مسيح ما اقرار وکړى چه عيس خدائے پلار د جلال د پاره هره يوه ژبه

يږئ ن وځل ه شا پ ر و ن د ا کښے ي ن د ه پ زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو د هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم،نه يواځے زما په١٢

موجودګئ کښے بلکه د هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے؛په ويره اؤ په رپيدو د خپلارادے پوره١٣خلاصون کار کوئ. ځکه چه خدائے په تاسو کښے نيت اؤ عمل دواړه د خپلے نيکے

کولو د پاره پيدا کوى.

چه تاسو بے عيبه اؤ پاک شئ. په بد اؤ بے لارے١٥ هر کار بغير د شکايت اؤ تکرار نه پوره کوئ، ١٤آاسمان د ستورو په خلقو کښے د خدائے د کاملو بچو په شان ژوندون کوئ اؤ د هغوئ په مينځ کښے د

اؤ د ژوندون کلام پيش کوئ چه د مسيح په ورځ زۀ فخر کوم چه نۀ خو زما منډه بے١٦شان وځليږئ، فائدے شوه اؤ نۀ زما خوارى بے ځايه لاړه.

تاسو د خپل ايمان په سبب په قربانئ کولو زما خدمت کوئ اؤ کيدے شى چه زۀ د دے قربانئ سره١٧ تاسو١٨شهيد هم شم. که چرے داسے وى نو زۀ به خوشحاله يم اؤ ستاسو په خوشحالئ کښے شريک.

ټول دغه شان خوشحاله اوسئ اؤ ما سره خوشحالئ کوئ.

توس ي ود ر ف پ ا ؤ ا وس ي ت مو ي تآاؤريدو به١٩ ى مرضى وى نو زۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په لک عيس که د ما

نشته چه په صفا زړۀ ستاسو د پاره٢٠زۀ خوشحاله شم. ځکه چه دلته د هغۀ نه علاوه بل څوک داسے ى مسيح. ٢١فکر من وى. خو تاسو ته په خپله٢٢ ټول په خپلو فکرونو کښے ډوب دى،نۀ چه د عيس

معلومه ده چه تيموتيوس څنګه لايق ښکاره شو،اؤ هغه اؤ زۀ د پلار اؤ زوئے په شان په خدمت کولولوم شى نو٢٣کښے لګيا وو چه زيرے خور کړو. اميد کوم چه هر کله چه ما ته خپل انجام مع نو زۀ

لک پوخ يقين دے چه زۀ به په خپله هم زر درشم.٢٤تيموتيوس به تاسو ته سمدستى دروليږم. زما په ما

خو اپفروديتوس تاسو ته واپس درليږل ځکه ضرورى ګڼم،چه هغه زما ورور اؤ د خدمت ملګرے اؤ د٢٥ خو هغه د ستاسو ټولو ليواله دے٢٦يو سنګر فوجى اؤ ستاسو استازے دے چه زما حاجتونه پوره کړى.

آاؤريدلى وو. بے شکه چه هغه د ناروغتيا نه مرګى٢٧اؤ ناقلاره اوسيږى ځکه چه تاسو د هغۀ د ناروغتيا حال وو،خو خدائے په هغۀ فضل وکړو،اؤ صرف په هغۀ نه،بلکه په ما هم چه په ما د غم د پاسه غم نۀ

ځکه خو د هغۀ د درليږلو خيال نور هم زيات شو چه تاسو هم د هغۀ په ملاقات خوشحاله شئ٢٨وى. لک کښے لکه د ورور په زياته خوشحالئ سره هر٢٩اؤ زما غم هم کم شى. نو بيا تاسو د هغۀ سره په ما

ځکه چه هغه د مسيح د کار د خاطره مرګ ته نزدے٣٠کلے ووايئ. اؤ د داسے کسانو عزت کوئ، شوے وو،اؤ هغۀ ځان په خطره کښے اچولے وو چه ستاسو له خوا زما په خدمت کښے کومه کمى چه

وه،هغه پوره کړى.

Page 4: Pashto bible injil new testament philippians

اب ب و ن ا ي پ ي ل ي ۳فقت نئ صدا ي د رښت

لک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ! ما چه تاسو ته اول څۀ ليکلى دى،د هغے١ نو اوس ائے وروڼو! د ما د سپو غوندے سړو نه خبردار اوسئ٢بيا بيا ليکل څۀ تکليف نۀ ګڼم،اؤ په دے کښے ستاسو بهترى ده.

ځکه چه د خدائے سنت شوى خو مونږ يو چه د٣چه بد کوى،اؤ د جسم غوڅووونکو نه خبردار اوسئ. ى مسيح فخر کوو اؤ په جسم توکل نۀ لرو، اګر چه زۀ٤خدائے د روح په هدايت عبادت کوو اؤ په عيس

خو په جسم توکل کولے شم.که څوک په خپل ځان د توکل کولو خيال لرى نو زۀ د هغۀ نه هم زياتاسرائيل د قوم اؤ د بنيامين د قبيلے نه يم،د عبرانيانو نه عبرانى،اؤ٥کولے شم. په اتمه ورځ سنت شوم،د

د جوش په نسبت د جماعت عذابوونکے،اؤ د شريعت د صداقت په٦د شريعت له رويه فريسى يم، خو چه څومره خبرے زما د ګټے وے،هم هغه ما د مسيح د خاطره نقصان٧نسبت بے عيبه يم.

لک دے،اؤ٨وګڼلے. نقصان وګڼلو،د دے د پاره چه هغه زما ما ى د خاطره هر څۀ بلکه ما د مسيح عيس زۀ د هغۀ پيژندل د هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. د هغۀ د خاطره ما هر څۀ پريښودل اؤ هغه ګندګى ګڼم

اؤ په هغۀ کښے وموندلے شم،نه چه د خپل صداقت سره چه د شريعت په وسيله ده٩چه مسيح ومومم، بلکه د هغه صداقت په وسيله کومه چه په مسيح د ايمان د راؤړلو په وسيله دے. اؤ دا صداقت د خدائے

چه زۀ د مسيح اؤ د هغۀ د ژوندى کيدلو قدرت وپيژنم اؤ د هغۀ١٠د طرفه دے چه په ايمان حاصليږى، چه زۀ په څۀ طريقه١١سره په زعمونو کښے شريک شم اؤ د هغۀ په مرګ کښے د هغۀ په شان شم،

سره د مړو نه د پاڅيدلو درجے ته ورسيږم.

د منډے مقصد زۀ دا نۀ وايم چا ما وموندل يا کامل شوم،بلکه د هغه څيز د رانيولو د پاره په منډه يم د کوم د پاره چه١٢

ى نيولے يم. زما وروڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے،بلکه صرف دا کوم چه١٣زۀ مسيح عيس د مقصد په طرف په١٤کوم څيزونه وروستو پاتے شول هغه هيروم،اؤ د وړاندے څيزونو د پاره په مخه

آاسمانى ى مسيح په وسيله انعام حاصل کړم چه د کوم د پاره چه مونږ خدائے د عيس منډه يم چه هغه نو بيا چه په مونږ کښے څومره په روحانى طور بالغان دى هغوئ د دا خيال ساتى،اؤ١٥ژوند ته بللى يو.

٢٦که په څۀ خبره کښے ستاسو څۀ بل شان خيال وى نو خدائے به هغه خبره هم په تاسو ښکاره کړى.

بهر حال تر کومے چه مونږ رسيدلى يو،د هغے په مطابق وچليدو.

ائے وروڼو! څنګه چه زۀ کوم هسے تاسو هم کوئ. مونږ تاسو د پاره نمونه يو اؤ څوک چه د دے١٧ ځکه چه ډير داسے دى چه د هغوئ ذکر ما١٨نمونے په مطابق ژوند تيروى،هغوئ په نظر کښے ساتئ.

تاسو ته څو څو ځله کړے دے اؤ اوس هم په ژړا ژړا درته وايم چه هغوئ په خپل چال چلن د مسيح د د هغوئ انجام هلاکت دے،د هغوئ خدائے خيټه دے،هغوئ د خپل شرم په١٩سولئ دښمنان دى.

آاسمان اوسيدونکى يو اؤ د٢٠خبرو فخر کوى اؤ د دنيا د څيزونو په خيال کښے بوخت دى. خو مونږ د انتظار کښے يو،چه راشى. ى مسيح په ډير لک عيس هغه به د خپل٢١آاسمان نه مونږ د خلاصوونکى ما

Page 5: Pashto bible injil new testament philippians

هغه قوت په وسيله په کوم چه هغه ټول څيزونه خپل تابع کولے شى،زمونږ د بدن فانى شکل به بدل کړىاؤ د خپل جلال د صورت په شان به ئے جوړ کړى.

اب ب و ن ا ي پ ي ل ي ۴فه ن و حت نصي

لک١ نو د دے د پاره ائے زما خوږو وروڼو! د چا چه زۀ مشتاق يم،چه زما خوشحالى اؤ فخر يئ،په ماکښے دغه شان قائم پاتے شئ.

لک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى. ٢ خو٣ زۀ يووديه اؤ سنتخے ته خواست کوم چه هغوئ د د ما ائے رښتينى د خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ د هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اؤ زما د نورو د خدمت ملګرو سره خوارى وکړله د چا نومونه

چه د ژوندون په کتاب کښے ليکلى دى.

لک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ،زۀ بيا دا وايم چه خوشحاله اوسئ!٤ تاسو هميشه د ما

لونکے دے. ٥ لک رات د هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ٦ ستاسو نرم مزاجى د په ټولو خلقو ښکاره شى. ما بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستونه د دعا اؤ زارئ په وسيلے د شکر ګزارئ سره د خدائے په

لونه به د٧حضور کښے پيش کړئ. نو د خدائے سلامتى چه د پوهے نه بيخى بهر ده،ستاسو زړونه اؤ خياى په يووالى کښے محفوظ وساتى. مسيح عيس

نو اوس ائے وروڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اؤ څومره خبرے چه د شرافت دى،څومره خبرے چه٨ واجبے دى اؤ څومره خبرے چه پاکے دى،اؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اؤ څومره خبرے چه

کومے خبرے چه٩ښايسته دى،غرض دا چه کومے د نيکئ اؤ ستائينے خبرے دى،په هغو غور کوئ. تاسو له ما نه زده کړے اؤ حاصلے کړے اؤ واؤريدلے اؤ په ما کښے مو وليدلے،په هغو عمل کوئ،نو

هغه خدائے چه د سلامتئ سرچينه دے،به تاسو سره وى.

ه ن ن م و ن ا ي پ ي ل ي ف د لک په يووالى کښے ډير خوشحاله يم چه اوس د دومره مودے نه پس ستاسو خيال زما طرف١٠ زۀ د ما

دا نه چه زۀ د١١ته بيا وشو،بے شکه چه ستاسو اول هم دا خيال وو خو موقعه په لاس نۀ وه درغلے. محتاجئ په وجه وايم،ځکه چه ما دا زده کړى دى چه په کوم حالت کښے يم په هغے کښے راضى يم.

زۀ په غريبئ هم پوهيږم اؤ د مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زۀ وږے يم اؤ که موړ،که زۀ غريب يم اؤ١٢ مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ١٣که مالدار،په ټولو حالونو کښے د قناعت راز مے زده کړے دے.

کښے زۀ هر څۀ کولے شم.

ائے فيليپيانو! تاسو په خپله خبر يئ١٥ بيا هم تاسو ښۀ وکړل چه زما په مصيبت کښے شريک شوئ. ١٤

Page 6: Pashto bible injil new testament philippians

چه د زيرى په شروع کښے چه زۀ د مکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سيوا يو جماعت هم د ورکړےتسلونيکيه کښے هم زما د حاجت پوره کولو د١٦راکړے په معامله کښے زما مدد ونۀ کړو. لکه چه

انعام غواړم بلکه داسے غواړم چه ستاسو١٧پاره تاسو يو وار نه،بلکه دوه ځله څۀ راليږلى وو. دا نۀ چه زۀ زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى،خو چه ستاسو راليږلى څيزونه مے١٨په حساب کښے زياتے راشى.

اپفروديتوس د لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبوئ اؤ قبوله قربانى ده چه خدائے ئے خوښوى. ١٩د

ى په وسيله پوره کړى. ٢٠زما خدائے به ستاسو هر حاجت د خپل بے پايانه دولت په مطابق د مسيح عيس

آامين. زمونږ د خدائے اؤ پلار جلال د تل تر تله وى!

م ا آاخرى سلى ايمان لرى سلام وايئ،اؤ کوم وروڼه چه اوس ما سره دى تاسو ته٢١ ټولو پاکانو ته چه په مسيح عيس

ټول پاکان حصوصا د قيصرد کورنئ خلق تاسو ته سلام وائى.٢٢سلام وائى.

ى مسيح فضل د ستاسو د روح سره وى.٢٣ لک عيس زمونږ د ما

This book from the Pashto Bible was downloaded from www.pashtozeray.org. Copyright Pashto Zeray, All Rights Reserved